د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اګست په ۶مه نېټه، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فيليپين په پلازمينه مانيلا کې د ختيځې آسيا د همکارۍ په اړه د خارجه وزيرانو غونډې په مهال د شمالي کوريا له خارجه وزير ري يونګ هو سره وکتل.
وانګ يي وويل، چې اوسمهال د کوريا ټاپووزمې حالات ډېر پيچلي او حساس دي چې د چين او شمالي کوريا ترمنځ پر اړيکو يې اغېزې کړې دي. وانګ يي د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه د چين اصلي دريځ بيان کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې حالات بحراني ټکي ته رسيدلي، د دې تر څنګ سوله ييزو خبرو اترو ته د ستنېدو فرصت هم رسيدلی دی. چين له شمالي کوريا څخه غوښتنه کړې ده چې د امنيت شورا له پريکړه ليکونو څخه سرغړوونکي عمل ونه کړي، له امريکا او جنوبي کوريا څخه غوښتنه کړې ده چې د کوريا ټاپووزمې حالت ترينګلي نه کړي. بېلا بېلې خواوې بايد زغم وساتي، د اړوندو خواوو له خوا د ليږل شويو مثبتو پېغامونو په نيولو سره دې د خپل هېواد د خلکو او سيمه ييزې سولې لپاره مسئولانه او مناسب انتخاب وکړي.
ري يونګ هو د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه د شمالي کوريا دريځ بيان کړ او هيله يې وښودله چې په دې اړه له چين سره تماس وساتي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |