CRI Online

وانګ يي:د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې دې نورې هم پياوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-07 08:36:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اګيست په ۶مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فليپين په مانيلا کې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.وانګ يي د يادې ټولنې د جوړېدو د ۵۰مې کاليزې لپاره مبارکي وويله.نوموړي وويل چې دغه ټولنه په جنوب ختيځې اسيا کې د يوې مهمې سيمه ييزې ټولنې په توګه ورځ په ورځ پياوړې کېږي او د سيمې د يو ځای کېدو او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره يې د استازي رول لوبولی دی.په دې وروستيو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې لانژدې شوي او متقابل سياسي باور يې لاټينګ شوی دی.راتلونکی کال د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له ۱۵مې کاليزې سره برابر دی.چين ۷ وړانديزونه لري :لومړۍ،د دواړو خواوو ترمنځ دې د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ۲۰۳۰ کال پلان جوړ شي.دوهم،د يو کمربند او يوې لارې پلان دې پلی شي او له يادې ټولنې سره د نظريو تبادله دې پياوړې شي.درېيم،۲۰۱۸ کال دې د دواړو خواوو ترمنځ د نوښت کال په توګه وټاکل شي.څلورم، دواړه خواوې دې د ازادې سوداګرۍ سيمې د درجې د لوړتيا لپاره کوښښ وکړي.پنځم،دواړه خواوې دې د تېر کال د مشرانو په غونډه کې خپره شوې د توليدي توان اعلاميه په هراړخيزه توګه پلې کړي.شپږم،په کولتوري برخه کې تبادله او همکاري دې پياوړې کړي.اووم،د سيمې د يو ځای کېدو بهير دې چټک کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای