CRI Online

وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-07 09:14:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګيست په ۶مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فليپين په مانيلا کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير رېکس تيلرسون سره وکتل.

وانګ يي د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د چيني تګلارو په اړه د رېکس تيلرسون د وينا ستاينه وکړه چې په کې واقعي او فعاله رويه او ستراتيژيک نظر شامل دی.په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو پرمختګ کړی چې موږ ته يوه مهمه تجربه ترې دا ده چې امريکا د يو چين د پېژندنې پر اصل او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ۳ ګډو اعلاميو ټينګار کړی دی.په عين وخت کې د چين او امريکا ترمنځ يو شمېر حساسې مسئلې هم شته چې بايد په ښه توګه حل شي.نوموړي وويل چې دواړه هېوادونه دې د م م د امنيت شورا د ۲ دايمي غړو هېوادونو په توګه د متقابل مراعات پر بنسټ متقابل باور او همکارۍ پياوړې کړي چې دا نه يوازې د چين او امريکا لپاره ګټه لري،بلکې نړۍ ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د لافعالو او دوامدارو اړيکو د ښوودنې لپاره هم ګټورې دي.

رېکس تيلرسون وويل چې په نړۍ کې د ۲ لويو اقتصادي ټولنو په توګه د امريکا او چين ترمنځ ملګرتيا نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري،بلکې د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره هم ګټوره ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای