د سوريې خبري رسنيو د اګست په شپږمه نېټه خبر ورکړ چې د سوريې پوځ په پنځمه نېټه د داعش مهمه چوڼۍ سوخنيه (Sukhneh) ونيوله چې دا حمص په ولايت کې د داعش وروستی مهمه اډه ده.
د سوريې اژانس خبر ورکړ چې حکومتي پوځ به د سوخنيه ښار له نيولو وروسته په پر له پسې ډول په صحرايي سيمه کې د داعش پر تښتيدلو وسله والو بريدونه وکړي. د زياتو مشرانو د وژنې او د وسلو د کمېدو له امله د داعش توان ضعيف شوی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |