CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير : روسيه کولی شي چې په مشروط ډول د روسيې او امريکا تر منځ خبرې اترې بيا پيل کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-07 09:17:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لافروف د اګست په شپږمه نېټه د فليپين په پلازمينه مانيلا کې وويل، که امريکا له دښمنانه کړنو څخه لاس واخلي، روسيه به د روسيې او امريکا تر منځ عادي خبرې اترې بيا پيل کړي.

هغه په شپږمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس تيليرسون سره په يو ملاقات کې يادې خبرې وکړې. هغه وويل، ما له ښاغلي تيليرسون سره اوږد وخت ډيالوګ وکړ. تيليرسون غواړي چې پر امريکا د روسيې د بنديزونو پر جزياتو پوه شي، موږ په دې اړه ده ته تشريحات ورکړل. مسکو چمتو دی چې له امريکا سره عادي خبرې اترې بيا پيل کړي، خو مخکښ شرط دا دی چې امريکا دې له غليمانه کړنو څخه لاس واخلي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای