د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مصر او کويټ هوايي ځواکونه به د اګيست له ۶مې نېټې څخه په مصر کې د يارموک ۳ په نوم ګډ تمرينونه تر سره کړي.
د مصر د منځني ختيځ نيوز اژانس د خبر له مخې،د پوځي تمرينونو موخه دا ده چې د هوايي دندو د پلي کولو په اړه د مصر او کويټ توان پورته شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري پياوړې شي.دواړو هېوادونو په جلا جلا توګه د ۲۰۱۰ کال په دسمبر او د ۲۰۱۶ کال په اپرېل کې د يارموک ۱ او ۲ په نوم ګډ تمرينونه تر سره کړي دي.
د ۲۰۱۴ کال په جون کې السيسي د مصر د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته مصر له څو هېوادونو سره پوځي همکارۍ کړي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |