د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران خبري رسنيو د اګيست په ۶مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د ايران د تهران په جنوب ختيځ کې په يوه پوځي اډه کې د ډزو پېښې له امله ۴ سرتېري وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د خبر له مخې، د پېښې ځای د پوځي روزنې يو ميدان دی چې د تهران له ښاري سيمې څخه ۱۰ کليومتره واټن لري.
د ايران پوځ ويلي چې اړوندې څانګې به د دې پېښې د پلټنې لپاره يوه ځانګړې ډله جوړه کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |