CRI Online

د يمن په سرحد کې د بريد له امله اته څلوېښت کسان ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-08-07 09:38:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يمن پوځ د اګست په شپږمه نېټه خبر ورکړ چې په تيرو درېيو ورځو کې، سعودي عربستان ته نژدې د يمن په لويدېځه سرحدي سيمه کې د حکومتي پوځ او حوثيانو تر منځ ډزې روانې وې چې له امله يې لږ تر لږه اته څلوېشت کسان ووژل شول چې په دې جمله کې يو دېرش حوثيان او اوولس حکومتي سرتيري شامل دي.

يو چارواکي چې د خپل نوم له ورکولو څخه يې ډډه کړې خبريال ته وويل، حکومتي پوځ په درېيمه نېټه د څو هېوادونو د هوايي ځواکونو د مرستې په رڼا کې د مدي (Medi) په ښار کې د حوثيانو پر چوڼيو بريدونه پېل کړل او په شپږمه نېټه يې دغه چوڼۍ ونيولې. اوس د مهم ښار حدايده ( Hodeidah) د بېرته نيولو لپاره مقدماتې کار روان دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای