CRI Online

د عراق پوځ د داعش يو سل او اويا وسله وال ووژل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-07 09:40:08

د عراق پوځ د اګست په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې حکومتي پوځ په دې وروستيو کې د صلاح الدين (Salahudin) په ولايت کې په يو لړ هوايي بريدونو کې د داعش يو سل او اويا وسله وال ووژل.

د عراق دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، حکومتي پوځ د چورلکو له لارې د صلاح الدين ولايت د شيرقت (Shirqat) علاقه دارۍ پر جنوب لوېديځ څو څو ځله هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې داعش اته چوڼۍ ويجاړې شوي او يو سل او اويا وسله وال يي وژل.

د شيرقت علاقه دارۍ لوېديځه برخه د دوه زره شپاړسم کال په سپتمبر کې ازاده شوې، ختيځه برخه يې تر اوسه پورې د داعش تر کنټرول لاندې ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای