CRI Online

د چين اووه فقيره ييز وړانديز به د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې او همکارۍ نژدې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-07 11:14:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د اګست په شپږمه نېټه د فليپين په پلازمينه مانيلا کې تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له دغې غونډې نه وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين تل له دغې ټولنې سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او دواړه خواوې بايد د خپلمنځيو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

وزير وانګ يي وويل، چې په ياده غونډه کې يې د دغې ټولنې د لسو غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې او زياتې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې دي چې دا د سږ کال په نومبر کې به د چين او دغې ټولنې د مشرانو ترمنځ د غونډې لپاره ښه زمينه برابروي. ده وويل،

سږ کال د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې د جوړېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی. راتلونکی کال به د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو پنځلسمه کاليزه وي چې دا نوې مرحلې ته د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره ښه فرصت دی. موافقه مو کړې ده چې چين او دغه ټولنه د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي او د چين او دغې ټولنې ترمنځ د برخليک ټولنه به جوړ شي.

نوموړي وويل، چې جنوب ختيځه اسيا د چين لومړی ډيپلوماتيک ملګری دی او د يو کمربند او يوې لارې پلان د پلې کولو په اړه عمده سيمه هم ده. چين په ټينګار سره د دغې ټولنې په چوکاټ کې د برخليک د ابادۍ او د سيمه ييزو همکاريو په هکله د دغې ټولنې له مرکزي رول او په نړيوالو چارو کې د دغې ټولنې د لا مثبت رول څخه ملاتړ کوي. چين په راتلونکي کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو د ژورتيا لپاره اووه فقيره ييز وړانديز وکړ او دغه ټولنه په دې اړه مثبت غبرګون ښيي. ده وويل، 

تر ۲۰۳۰م کال پورې بايد د چين او دغې ټولنې ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د پياوړتيا په اړه نقشه طرحه شي. د يو کمربند او يوې لارې پلان بايد د دغې ټولنې له پرمختيايي پلان سره وتړل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو ساحې او سيمې بايد پراخې شي. ۲۰۱۸م کال به د چين او دغې ټولنې ترمنځ د نوښت کال په توګه وټاکل شي چې دواړه خواوې به د نوښت پر بنسټ د پرمختګ په ساحه کې لا ښې همکارۍ وکړي.

بر سېره پردې، چين وړانديزونه وکړل چې د چين او دغې ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې د ابادۍ پايله بايد ژر پلې شي. د چين او دغې ټولنې ترمنځ د توليدي توان په اړه د همکاريو ګډه اعلاميه بايد تطبيق شي، تر څو د دواړو خواوو د صنعتي کېدو بهير چټک شي. د دواړو خواوو ترمنځ بشري او کولتوري تګ راتګ بايد پياوړی شي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سيلانيزو همکاريو کال تر عنوان لاندې فعاليت بايد په ښه توګه تر سره شي او دواړه خواوې بايد د سيلانيزو همکاريو په اړه ګډه اعلاميه خپره کړي. دغه راز، په دې سيمه کې په هره ساحه کې د اقتصادي ملګرو د اړيکو تړون په اړه خبرې اترې بايد ژر تر سره شي، تر څو د دې سيمې د يو لاس کېدو بهير چټک شي.

که څه هم په تېرو څو کلونو کې د چين او دغې ټولنې ترمنځ اړيکې ورځ په ورځ نژدې شوې دي. خو ځينې ډلې غواړي د چين د جنوبي سمندر په ساحه کې شخړې رامنځته کړي. د دوی کړه وړه د دغې مسئلې د حلولو لپاره د چين او دغې ټولنې پر ګډو کوښښونو باندې منفې اغيزې کوي او د دغې ټولنې په منځ کې يووالي ته زيان رسوي. وزير وانګ يي وويل،

د پاملرنې وړ خبره دا ده چې کوم هېواد د ناهمغږۍ اواز پورته کوي. موږ په دې اړه خبرې نه کوو. خو زما او د لسو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ په خبرو اترو کې مې دا احساس کړې ده چې دوی مثبت رول او رويه څرګنده کړې ده. د جنوبي سمندر مسئلې په شمول ساحو کې يې په تېر کال کې زموږ د ګډو کوښښونو لوړه ستاينه وکړه. دوی په دې نظر دي چې د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د ښه والي طرز بايد ټينګ شي. ويل کېږي چې د دغې مسئلې د حل په ساحه کې مو د ليدو وړ پرمختګ تر لاسه کړی دی.

د معلوماتو له مخې، په ياده غونډه کې په جنوبي سمندر کې د عملي قواعدو جوړښت هم تصويب شو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای