CRI Online

د ايران پوځ وياند : د فارس په خليج کې د دغه هېواد عمليات مسلکي دي او له نړيوالو اصولو سره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2017-08-07 11:22:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران پوځ وياند مسعود جزايري د اګست په شپږمه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د فارس په خليج کې د دغه هېواد عمليات مسلکي دي او له نړيوالو اصولو سره سمون لري.

جزايري وويل، د ايران پر ضد ځينو بهرنيو خبري رسنيو خبر ورکړی چې د ايران بيړۍ په تيره اوونۍ کې د فارس په خليج کې لمسونکی عمليات تر سره کړي. خو د نوموړي په وينا د ايران عمليات مسلکي دي او له نړيوالو اصولو سره سمون لري. د نړيوالو تړونونو سره سم، نفت وړونکې بيړۍ او نورې بيړۍ دې په امنيتي ډول د فارس له خليج څخه تيريږي، که کومه بيړۍ په دې وخت کې د زيان رسولو سبب ګرځي، د ايران پوځ دې اړوند تدبيرونه ونيسي، د دې په اړه د امريکا خبرې تبليغاتي بڼه لري. ايران دغه تور ردوي.

د جولای په پنځه ويشتمه نېټه، د ايران يوه ګزموي بيړۍ د فارس په سمندري سيمه کې د امريکا ګزموي بيړۍ ته نژدې شوه، د امريکا ګرموي بيړۍ د ايران يادې بېړۍ پر وړاندې د اخطار کارتوس وويشت. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای