د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اګيست په ۷مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فليپين په مانيلا کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې،چين،جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
وانګ يي وويل چې له تېر کال راهيسې د بېلا بېلو خواوو د کوښښونو له امله د نوموړو هېوادونو ترمنځ همکاريو نوي پرمختګونه تر لاسه کړي دي.چين تل د ختيځې اسيا د همکارۍ ګډون کوونکی او پرمخبيونکی دی.د يادې ټولنې د بېلا بېلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د نوموړو ۱۳ هېوادونو د رول ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې چين،جاپان او جنوبي کوريا به لازياتې پانګې واچوي او د يادې ټولنې د ګډ پرمختګ او سمسورتيا لپاره دې مرستې برابرې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |