د چين د انټرنيټي شبکې ټولنې او د صنعتي او مخابراتي چارو وزارت د پيغامونو مرکز په دې وروستيو کې د دوه زره او اوولسم کال د تر ټولو ځواکمنو سلو انټرنيټي شرکتونو ليست خپور کړ چې له مخې يې د تنګ شون، عالی بابا او بای دو شرکتونه په تيرو پنځو کلونو کې تر نورو لوی انټرنيټي شرکتونه بلل شوي دي.
له دې راپور څخه څرګندېږي چې پروسږ کال د تر ټولو ځواکمنو سلو انټرنيټي شرکتونو عمومي عايدات يو زرو او اويا مليارډو يوانو ته رسېدلي چې دا د دوه زره او پنځلسم کال په پرتله شپږ څلوېښت اعشاريه اته سلنه زيات دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |