CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: د شمالي کوريا په اړه له نوي پريکړه ليک څخه د امنيت شورا ګډ دريځ ښکاري

cri     (GMT+08:00) 2017-08-07 18:23:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په ۷مه نېټه وويل، د م م د امنيت شورا له خوا تصويب شوی د ۲۳۷۱م نمبر پريکړه ليک د امنيت شورا د غړو ګډ دريځ ښکاروي، چين تل پر دې ټينګار کوي چې د کوريا ټاپووزمې مسئله بايد د خبرو اترو او سلامشورو له لارې حل شي، له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د چين له خوا د وړاندې شوې غوښتنې او وړانديز ملاتړ وکړي کوم چې د شمالي کوريا ذروي او توغنديزې ازموينې او د امريکا او جنوبي کوريا ترمنځ پوځي تمرينونه بايد ودرول شي، له ذروي پلان څخه د شمالي کوريا د لاس پر سر کيدو په اړه خبرې اترې او د اوربند تړون پر ځای د سولې تړون د لاسليکولو په اړه خبرې اترې بايد په عين وخت روانې شي.

د اګست په ۶مه نېټه ګنګ شوانګ د شمالي کوريا په اړه د امنيت شورا د ۲۳۷۱م نمبر پريکړه ليک په هکله وويل، چې دغه پريکړه ليک د کوريا ټاپووزمې او دې سيمې د سولې او ثبات د ساتلو، له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د ذروي وسلو د ناخپرېدا په اړه د نړيوال سيستم د ساتلو لپاره ګټور دی او د امنيت شورا د پخوانيو پريکړه ليکونو له اصولو سره سمون لري، د امنيت شورا د غړو ګډ دريځ يې ښکاره کړی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای