CRI Online

شمالي کوريا د امنيت شورا له نوي پريکړه ليک سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-07 19:48:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا حکومت د اګست په ۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په هراړخيزه توګه د دې هېواد په اړه د م م د امنيت شورا له نوي پريکړه ليک سره مخالفت کوي، په دې اعلاميه کې راغلي چې دغه پريکړه ليک د شمالي کوريا پر ملي حاکميت تيری دی، شمالي کوريا به د ذروي ځواک پر پياوړتيا ټينګار وکړي.

د شمالي کوريا د مرکزي خبري اژانس او مرکزي تلويزيون په همدې ورځ د شمالي کوريا د حکومت د نوموړې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دغه پريکړه ليک د امريکا له خوا د شمالي کوريا د تجريد کولو او ماتولو نتيجه ، د شمالي کوريا پر ملي حاکميت سخت تيری او د شمالي کوريا پر وړاندې لمسونونکی عمل دی، شمالي کوريا د دې کړنې سخته غندنه او ورسره هراړخيز مخالفت کوي.

په دې اعلاميه کې دا ياده شوې چې شمالي کوريا به د هېواد د ذروي ځواک د پياوړتيا په لاره کې شا ته نشي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای