د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسيمي د اګست په ۷مه نېټه وويل، چې د ايران د توغنديو پلان يوازې د دفاع او ګواښ د ځواک په موخه دی، د م م د امنيت شورا د ۲۲۳۱م نمبر له پريکړه ليک څخه سرغړونه نه ده.
نوموړي وويل، چې د امريکا د وروستيو کړنو له امله د ايران او امريکا ترمنځ بې اعتمادي سخته شوې ده، د ايران د توغنديو پلان يوازې د ګواښ قوت دی او د ۲۲۳۱م نمبر له پريکړه ليک څخه سرغړونه نه ده، د ايران د توغنديو پلان په اړه د امريکا خبرې بې اساسه دي او د بدنيتي پر بنسټ دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |