د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګست په اوومه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د فليپين په مانيلا کې د ختيځې اسيا سرمشريزې غونډې د وزيرانو په ٧مه غونډه کې ګډون وکړ او د جنوبي سمندري مسئلې په هکله يې د چين دريځ بيان کړ.
هغه زياته کړه چې روان کال د جنوبي سمندري سيمې حالت د پخوا په پرتله بدل شوی دی.د چين او اسيان ترمنځ د اړيکو د منځګړيتوب هېواد يعنې د سينګاپور د بهرنيو چارو وزير همدااوس په وينا کې ويلي چې د چين او اسيان د هېوادونو په ګډو کوښښونو سره په دې سيمه کې وضعيت په ثابت ډول ساتل شوی په تېره بيا د تېر کال په پرتله پکې مثبتې نښې نښانې ليدل کيږي.مونږ بايد د ګډو هڅو او کوښښونو نتيجې ته ارزښت ور کړو.
هغه همدارنګه داسې ويلي چې چين تل تر تله په مسئولانه رويې سره د يادې مسئلې د حل وفصل لپاره هڅه کوي او غوښتنه کوي چې له نړيوالو قوانينو سره سم دې د اوسنيو شخړو د ليری کولو لپاره له اړوندو هېوادونوسره سلا مشوره وکړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |