CRI Online

وانګ ايي له شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه د امريکا کړې ژمنې په هکله غبرګون وښيي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-08 09:01:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګست د اوومې نيټې په سهار د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د فليپين په مانيلا کې د ختيځې اسيا د سرمشريزې غونډې د وزيرانو په ٧مه غونډه کې د کوريا ټاپووزمي ذروي مسئلې په هکله خپل نظر څرګند کړ.

هغه وويل چې شمالي کوريا په پر له پسې توګه توغندي توغولي چې دا د م م د امنيت شورا له پرېکړه ليکونو څخه سرغړونه ده.چين له دې کړنې سره مخالفت کوي.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې د کوريا ټاپووزمې مسئلې کليدي برخه د امنيت ساتنه ده. د اګست په لومړۍ نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير تيليرسون په خپله وينا کې د شمالي کوريا په مقابل کې کړې ژمنې تائيد کړې چې دا يوه مثبته نښه ده. چين هيله لري چې شمالي کوريا په دې هکله خپل غبرګون وښيي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای