د سينهوا اژانس د خبر له مخې د شمالي کوريا پلاوي د روانې مياشتې په اوومه نېټه د فليپين په پلازمينه مانيلا کې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير لي يونګ هو اعلاميه خپره کړه. په دې اعلاميه کې راغلي چې امريکا بايد په پوره توګه د کوريا ټاپووزمی مسئلې پړه پر غاړه واخلي.د شمالي کوريا له خوا د ذروي ځواکونو د ساتلو موخه د امريکا له ګواښونو سره مقابله ده خو له امريکا پرته د نورو هېوادونو په مقابل کې د ذروي وسلو کارول نه دي.
په همدې ورځ د اسيان سيمه ييز فورم په مانيلا کې تر سره شو او تر هغه وروسته د شمالي کوريا پلاوي له خوا ياده اعلاميه خپره شوه.په دې اعلاميه کې داسې ويل شوي چې د کوريا ټاپووزمی مسئلې د رامنځته کېدو مسئوليت بايد په پوره توګه د امريکا له خوا واخيستل شي . د ذروي وسلو او توغنديو ساتل د امريکا له ذروي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د شمالي کوريا حقه دفاعی حقونه دي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |