د شينجيانګ ورځپاڼې د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ د ځانګړو ميوو د انټرنټي معاملو ډګر بشپړ شوی او په کار لويدلی دی چې د دې سيمې د توليداتو برابرولو او پلورلو ډلې په اړه د ميوو ډلې له خوا جوړ شوی او د کرنيزو تصديو او ځانګړو همکاريزو ټولنو لپاره د معياري معاملو،د ميوو چمتو کولو او پلورلو، د معلوماتو وړاندې کولو، د مالونو ليږد راليږد او پولي چارو په شمول خدمتونه وړاندې کوي.
د دې ډګر جوړونه د ٢٠١٦ کال په مارچ کې پيل شوې وه او د ټاکلي پلان له مخې به يې په ٢٠١٧ کال کې پانګه پنځه مليونه يوانه وي ، خو تر اوسه پورې بشپړه شوې ده.په ٢٠١٦ کال کې د دې ډګر له لارې د امميزو،خرماوو او چارمغزو په شمول ٣٩ زره ټنه ميوې پلورل شوې چې سوداګريز ارزښت يې ٩٣٠ مليونه يوانو ته رسيدلی دی. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |