CRI Online

د ايران ولسمشر له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د خبرو اترو له لارې د کوريا ټاپووزمی مسئله حل کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-08 14:30:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران مطبوعاتي تلويزيون د روانې مياشتې په اوومه نېټه خبر ور کړ چې ولسمشر حسن روحاني په شپږمه نېټه په تهران کې د شمالي کوريا د د ولسي جرګې د دايمي کميټې مشر کيم يونګ نام سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې د کوريا ټاپووزمی مسئله بايد د خبرو اترو او ديالوګ له لارې حل شي .

هغه زياته کړه چې شمالي کوريا بايد له جنوبي کوريا سره اړوندې خبرې اترې پيل کړي چې له دې امله به په ګرده اسيا کې سوله رامنځته شي او امنيت به وساتل شي.هغه همدارنګه ويلي چې ټول هېوادونه بايد درناوی او احترام تر لاسه کړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه غلطه کړنه بلل کيږي.کيم يونګ نام د ايران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني د بيا ټاکنې په مناسبت مبارکي وويله او دا نيت يې هم ښودلی چې شمالي کوريا غواړي په اقتصادي او علمي او تخنيکي برخو کې له ايران سره همکاري پراخه کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای