د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د تجارت او پرمختګ غونډې د اقتصادي چارو چارواکي ليانګ ګوه يونګ د اګست په اوومه نېټه د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، که امريکا د تجارت له څو اړخيزو مقرراتو نه پرته په يو اړخيز ډول پر تجارتي همکارانو بنديزونو ولګوي، ډېره سخته نتيجه به ولري.
هغه وويل، د تجارت د نړيوال سازمان تر لارښونې لاندې د تجارت د څو اړخيز ميکانيزم د تجارتي توپيرونو د لېرې کولو لپاره دی. د کورنيو قوانينو سره سم په يو اړخيز ډول پر تجارتي همکارانو بنديزونه لګول نه يوازې نامعقول دي، بلکې له نړيوالو قوانينو سره هم سمون نه لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |