د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د اطلاعاتو ادارې د اګست په اوومه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ايران امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د داعش اوه ويشت ترهګر نيولي دي، دوی پلان درلود چې د ايران په څو ولايتونو او مذهبي ښارونو کې ترهګريز عمليات تر سره کړي
له يادو ترهګرو نه لس تنه د ايران په بهر کې او اوولس تنه د ايران په دننه کې نيول شوي دي.
د پلټنې سره سم، پنځو ترهګرو وغوښتل، چې د ايران په دننه کې ترهګريز بريدونه وکړي او نورو له دوی سره مرسته کوله.
امنيتي ځواکونو يو شمېر وسلې هم تر لاسه کړي چې د ترهګرو د سپارلو پلان سره سم به ايران ته ورسول شي.
(شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |