CRI Online

د اردن پاچا پر دې ټينګار وکړ چې په هر اړخيزه توګه له فلسطين څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-08 10:11:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اردن پاچا عبدالله  دويم بن الحسن د روانې مياشتې په اوومه نېټه د اردن سيند په لويديځه غاړه رام الله ښار کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره د کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې اردن په هر اړخيزه توګه له فلسطينيانو او فلسطيني مشرانو څخه ملاتړ کوي.

په همدې ورځ پاچا عبدالله دويم له ولسمشر عباس سره د بندو دروازو تر شا خبرې اترې وکړې. د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼې وياند نبيل ابو ردينه تر خبرو اترو وروسته وويل چې د اردن پاچا په خبرو اترو کې تائيد کړې چې په هر اړخيزه توګه له فلسطينيانو او د دې هېواد له مشرانو څخه ملاتړ کوي او د دواړو هېوادونو مشران به خپلمنځي همکاريو ته دوام ور کړي تر څو له ننګونو او ستونزو سره مقابله وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای