CRI Online

عراق به پارلماني او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-08 10:33:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق ملي ټلويزيون د اګست په اوومه نېټه خبر ورکړ چې د عراق ملي شورا په همدې ورځ پرېکړه وکړه چې د پارلماني او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې به په يو وخت کې تر سره کړي. د ولايتي شورا ټولټاکنې به راتلونکي کال ته وځنډول شي او له پارلماني ټولټاکنو سره په يو وخت تر سره شي.

د عراق د بېلا بېلو سياسي ګوندونو تر منځ توپيرونه او تضادونه ډېر سخت دي، په ځينو ولايتونو کې حالات ثابت نه دي، نو له همدې امله د ولايتي شوراګانو د ټولټاکنو وخت څو څو ځله ځنډول شوی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای