د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اګست په اتمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اسيان د جوړېدو د پنځوسمې کاليزې په مناسبت د اسيان د نوبتي رئيسه هېواد يعنې د فليپين ولسمشر رودريګو دوترټ ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.د پيغام محتويات په دې ډول دي:
د اسيان د چوکاټ د جوړېدو د پنځوسمې کاليزې پر مهال د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب تر خپل نوم لاندې تاسو او د دې سازمان د بېلا بېلو غړو هېوادونو او خلکو ته مبارکي وايم.
اسيان د جوړېدو له نيمې پيړۍ راهيسې په پر له پسې توګه لوی شوی او د يوې ګډې ټولنې په توګه يې د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره مهم رول لوبولی دی او لوبوي يې چې اوس يې په نړۍ کې د څو قطبيز کېدو يوه عمده ځواک ګرځېدلی دی.چين هيله لري چې اسيان نور هم پرمختګ ومومي او د سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا د پرمخبيولو لپاره لازيات خدمتونه وکړي او د غړو هېوادونو خلکو ته لازياتې ګټې ورسوي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |