CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي: د جنوبي سمندر په اړه د ځينو هېوادونو پيژندنه تازه او نوې نه ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-08 15:17:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په اوومه نېټه د اسيان، چين، جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې، د ختيځې اسيا د سرمشريزې غونډې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې او د اسيان فورم د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په شمول يو لړ مهمې غونډې د فليپين په پلازمينه مانيلا کې تر سره شوې. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پکې د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د ځينو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ناسمو خبرو په مقابل کې د چين دريځ او اصل څرګند کړل.

د اګست په اوومه نېټه د چين خارجه وزير وانګ يي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ختيځې اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډو لړۍ تازه پای ته ورسېدې. چين په دې نظر دی چې په دغو غونډو کې د چين او اسيان د ګډو کوښښونو پر رڼا کې د جنوبي سمندر حالات ثابتېږي او مؤثرې همکارۍ تر سره کېږي چې دغه مسئله د اړوندو هېوادونو د مستقيمو خبرو اترو په وسيله د حلولو مرحلې ته ننوتلې ده. موږ په بريالۍ توګه په جنوبي سمندر کې د عملي قواعدو چوکاټ ټاکو او ښايي په روان کال کې د مسودو د طرحه کولو په هکله سلامشوره پيل شي. خو په دې حال کې چې د چين په شمول د جنوبي سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو د جنوبي سمندر د حالاتو د ثابتوالي څخه رضايت څرګند کړل، د دغې سيمې څخه بهر ځينې هېوادونه لا هم پر پخوانۍ پيژندګلوۍ ټينګار کوي. ده وويل،

په يادو غونډو کې په ښکاره توګه ليدل کېږي چې له يوې خوا، د چين په شمول د جنوبي سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو د جنوبي سمندر د حالاتو د ثابتوالي څخه رايت څرګند کړ او د ګډو کوښښونو پر رڼا کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه يې وکړه. خو له بلې خوا، د دې سيمې څخه بهر ځينې هېوادونه لا پر پخوانۍ پيژندګلوۍ تکيه کوي او اوسني حالات نه ګوري او د دې مسئلې په باب د چين او اسيان لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه نه مني او حتی منفي نښې نښانې ښيي.

نوموړي وويل، چې د امريکا، جاپان او استراليې ګډه اعلاميه يو شاهد دی. يادو دريو هېوادونو د اګست په شپږمه شپه د جنوبي سمندر په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پکې يې يو ځل بيا د جنوبي سمندر پوځي کېدا ياده کړه او حتی له چين او فليپين څخه يې غوښتنه وکړه چې د ريفرندم د تش په نامه پايله پلې کړي. وزير وانګ يي د دې سخته غندنه وکړه. ده وويل، 

د اړوندو هېوادونو د رويو ترمنځ توپير ښکاره دی. موږ شک لرو چې ځينې هېوادونه نه غواړي د جنوبي سمندر سوله وګوري او ښايي چې د جنوبي سمندر د حالاتو ثابتوالی د دغو هېوادونو له ګټو سره سمون نه خوري. دا زموږ لپاره د پاملرنې وړ ده.

د اسيان د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډې د ګډې اعلاميې د يادونې په وخت کې وزير وانګ وويل، چې دغه اعلاميه يو بشپړ او هراړخيز سند دی او ورڅخه د چين او اسيان ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو په ساحه کې د ليدو وړ برياليتوبونه څرګندېږي. بر سېره پردې، له دغې اعلاميې څخه د دواړو خواوو پر اړيکو باندې د بېلا بېلو خواوو باور او اعتماد ليدل کېږي.

دغه راز، وزير وانګ يي د جاپان د بهرنيو چارو له نوي وزير تارو کونو سره وکتل او د جنوبي سمندر په اړه د چين پر دريځ يې بيا ټيڼګار وکړ. هغه له جاپان څخه غوښتنه وکړه چې د دغې سيمې د حالاتو د ښه والي په اړه د رښتياوو او د اړوندو هېوادونو د کوښښونو درناوی وکړي. جاپان بايد د سيمه ييزې سولې د ساتلو لپاره مثبت رول ولوبوي او لمسوونکی کړنه ونه کړي. نوموړي وويل، چې د وزير ترو کونو پلار د احترام وړ سياستوال دی او په تېرو اوږدو مودو کې يې د جاپان او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګېدو لپاره زيار ايستلی دی. هيله ده چې وزير ترو کونو د خپل پلار پر سمو افکارو ټينګار وکړي او له چين سره په واقعي تګلارو او کړنو کې دغه افکار پلې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای