CRI Online

د نړيوال سوداګريز سازمان د اټکل له مخې به د روان کال په درېيمه ربعه کې د نړيوالې سوداګرۍ زياتوالی په مساعده توګه وساتل شي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-08 15:41:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې نړيوال سوداګريز سازمان د روانې مياشتې په اوومه نېټه د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختيايي ګراف په هکله تازه راپور خپور کړ چې د اټکل له مخې به د روان کال په درېيمه ربعه کې د نړيوالې سوداګرۍ زياتوالی په مساعده توګه وساتل شي.

د دې راپور له مخې د روان کال په درېيمه ربعه کې د نړيوالې سوداګرۍ پرمختيايي ګراف ١٠٢.٦ دی .دا ښکاره کوي چې نړيواله سوداګري د بيا سمسورتيا په حال کې ده.خو په دې راپور کې دا د توجه وړ ده چې د موټرونو توليد او پلورنې په برخو کې پرمختيايي انډول لږ دی چې دا ښايي پرې د مصرفوونکو د باورد کمښت نښه وي.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای