CRI Online

حسن روحاني د ايران پارلمان ته د نوې کابينې نوملړ وړاندې کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-08 20:48:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران خبري رسنيو خبر ورکړ چې د ايران نوي ولسمشر حسن روحاني د اګست په ۸مه نېټه پارلمان ته د علمي تکنالوژۍ له وزير څخه پرته د نوې کابينې د ۱۷ وزيرانو نوملړ وړاندې کړ.

د نوې کابينې په نوملړ کې ۱۷ وزيران شامل دي، يوازې د علمي تکنالوژۍ وزير په رسمي توګه پارلمان ته نه دی نوماند شوی. د تېرې دورې د کابينې په نسبت په نوې کابينه کې ۸ نوي وزيران ټاکل شوي، د بهرنيو چارو، نفتو، استخباراتو، روغتيا او کورنيو چارو وزيران په خپلو دندو پاتې دي، خو د دفاع او عدليې وزيران بدل شوي دي.

په همدې ورځ اصحق جهانګيري په رسمي توګه د ايران د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای