CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سي چوان ولايت د جيو جای ګوه ولسوالۍ د زلزلې د صيبت ځپلو د خلکو د ژغورنې او مرستې لارښوونه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-09 08:31:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اګست د اتمې نېټې د شپې په نهو بجو او نولسو دقيقو د چين د سي چوان ولايت د جيو جای ګوه په ولسوالۍ کې د ريکتار د اوو درجو په سختوالی زلزله وشوه. د همدې شپې تر يوولس نيمو بجو پورې د دغې زلزلې له امله پنځه تنه وژل شوي او اويا تنه نور ټپيان شوي دي.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د چين دولت رئيس او د پوځي مرکزي کمېسيون مشر شي جين پينګ د زلزلې له پېښېدو نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې لارښوونه وکړه او له اړوندو څانګو څخه يې غوښتنه وکړه چې سمدلاسه د زلزلې د مصيبت ځپلو سيمو د حالاتو څارنه او پلټنه وکړي، ژر تر ژر د مصيبت ځپلو د خلکو په ژغورنې پيل وکړي، په امنيتي سيمه کې سيلانيان او ځايي اوسيدونکي ځای پر ځای کړي او تر خپلې وسې پورې سر او مال ته زيانونه کم کړي. اوسمهال باراني موسم او د سيل وړ وخت هم دی. نو اړوندې څانګې بايد د اقليم او جيولوژۍ څارنه او پيشنهاد پياوړی کړي، تر څو د نورو مصيبتونو مخه ونيسي او د خلکو د سر او مال امنيت وساتي.

د چين صدراعظم لي که چيانګ هم د مصيبت ځپلو د خلکو د ژغورنې، په امنيتي سيمه کې د دوې د ځای پر ځای کولو او د نورو ناورينونو د مخنيوي لارښوونه وکړه. اوس د بېلا بېلو کچو کاري ډلو د مصيبت ځپلو سيمو ته حرکت کړی دی او د ژغورنې کارونه په عادي توګه روان دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای