د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سه چوان ولايت د اطلاعاتو دفتر خبر ورکړ چې د اګست د اتمې نېټې د شپې په نهو بجو او ۱۹دقيقو په جيو جای ګوه ولسوالۍ کې د ريکتار د ۷ درجو په سختوالی زلزله وشوه چې له امله يې د نهمې نېټې د سهار تر پنځو بجو پورې نهه تنه وژل شوي او ۱۶۴ تنه نور ټپيان شوي دي، اوس د ژغورنې کارونه روان دي.
جيو جای ګوه سيمه په چين کې يوه مشهوره منظره لرونکې سيمه ده، اوس د دوبنۍ رخصتۍ په موده کې ده او په دې موسم کې دلته ډېر سيلانيان راغونډېږي. ځايي حکومت د سيلانيانو امنيت ساتلو په کارونو بوخت دی او سيلانيانو ته د تودخې ساتلو او د اړتيا وړ شيان ورکوي. يو دېرش زره پنځه سوه تنه سيلانيان خوندي سيمو ته ليږل شوي دي. اوس په دې ولسوالۍ کې د ژوند د اړتيا وړ شيانو برابرونه په عادي توګه روانه ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |