CRI Online

د تندلارو لخوا تښتول شوي ۲۳۵ تنه افغان ملکي وګړي خوشي شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-09 09:33:46

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان طلوع ټلويزيون د اګست په اتمه نيټه خبر ورکړ چې په سرپل ولايت کې د تندلارۍ ډلې لخوا تښتول شوي ۲۳۵ تنه ملکي وګړي خوشي شوي دي.

د خبر له مخې، تندلارو ياد ملکي وګړي په تېره اوونۍ کې د سرپل په ولايت کې يرغمل کړي وو، له دې نه پرته، دېرش تنه نور عام وګړي يې وژلي وو. خوشي شوي عام وګړي د اتمې نيټې په شپه سرپل ښار ته ليږل شوي دي. اوس افغان ځواکونه په ياده سيمه کې د وسلوالو کسانو په موخه په نظامي عملياتو بوخت دي څو د ځايي وګړيو خونديتوب وساتي.

اشرف غني په همدې ورځ د دې پېښې غندنه وکړه. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای