د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سه چوان ولايت د جيو جای ګوه په ولسوالۍ کې د ريکتر په کچه اووه درجې زلزله پېښه وشوه. د چين د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېټې او د کورنيو چارو وزارت د اګست د نهمې نېټې په سهار د درېيمې درجې بيړنی حالت اعلان کړ. د چين د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېټې او د دولتي شورا په اړه د زلزلې د مقاومت او د زيامنو شويو کسانو د ژغورنې دفتر زلزله ځپلې سيمې ته يوه کاري ډله ولېږله چې د څو وزارتونو او کمېسيونونو د اړوندو کارکوونکو لخوا جوړه شوې، څو چې د زلزله ځپلو وګړو د زيانونو د کمولو، د دوي د ځای پر ځای کېدو، د ټپيانو او ناروغانو د معالجې او د ترافيکي او مخابراتي سامان الاتو د ترميمولو چارې په ښه توګه تر سره شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |