د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د بهرنيو چارو وزير رياض الملکي د اګست په اتمه نېټه اعلان وکړ چې فلسطين يو ځل بيا م م ته د رسمي غړيتوب غوښتنليک وړاندې کړ.
هغه په همدې ورځ د اردن سيند په لوېديځه غاړه د رام الله په ښار کې د سويډن د سولې له ځانګړي استازي پير اورنيوس سره د ليدنې وروسته د يوې اطلاعيې په خپرولو سره وويل، د م م د رسمي غړيتوب غوښتنه زموږ نه ستومانه کېدونکې هيله ده.
د دوه زره او يوولسم کال په سپتمبر کې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د م م پخواني سرمنشي بان کې مون ته فلسطين د م م د رسمي غړي هېواد په توګه د ټاکنې غوښتنليک وړاندې کړی و، خو د دوی دغه غوښتنه د امنيت شورا لخوا تصويب نه شوه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |