CRI Online

د چين د داخلي مغولستان خودمختارې سيمې د جوړېدو د اويايمې کاليزې د يادونې مراسم تر سره شول.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-09 10:34:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د داخلي مغولستان خودمختارې سيمې د جوړېدو د اويايمې کاليزې د يادونې مراسم د اګست په اتمه نېټه تر سره شول. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر يو جنګ شنګ د مرکزي کميټې د پلاوي په مشرۍ په دغو مراسمو کې ګډون وکړ. هغه وويل، چې د داخلي مغولستان خودمختارې سيمې جوړېدا په چين کې د قومي سيمې د خودمختارۍ نظام يوه بريالۍ نمونه ده. داخلي مغولستان بايد پر دغه نظام ټينګار وکړي او د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د تګ راتګ د پياوړتيا او د اقتصادي پرمختګ، د ايکولوژيکي مدنيت د پياوړتيا او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره هڅې وکړي.

دغه مراسم د همدې ورځې د ماسپښين په څلورو بجو د داخلي مغولستان د قومي کولتور او ورزش په مرکز کې پيل شول. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړې، د صدراعظم مرستيالې او د مرکزي کميټې پلاوي مرستيالې ليو يان دونګ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې، د چين د ملي ولسي کانګرس، د دولتي شورا، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس او د پوځي مرکزي کميټې پيغام ولوست. 

په تېرو اوياوو کلونو کې، په تېره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو راپدېخوا، د داخلي مغولستان بڼه تازه شوې ده. په داخلي مغولستان کې د قومي سيمې خودمختارۍ نظام ورځ په ورځ بشپړېږي، ملي يووالی ګام په ګام ټينګېږي، اقتصادي قوت چټک قوت مومي، د خلکو ژوند په ښکاره توګه لوړېږي، چاپيريال ښه ساتل کېږي او د هېواد په شمالي برخه کې د چاپيريال او امنيت د ساتنې رول پياوړی کېږي. نن ورځ داخلي مغولستان کې په هره ساحه کې د شتمنې ټولنې د ابادۍ بهير په ښه توګه روان دی.

د چين د داخلي مغولستان خودمختاره سيمه په ۱۹۴۷م کال کې جوړه شوې ده چې په چين کې د ولايت په کچه لومړۍ خودمختاره قومي سيمه ده. د دغې سيمې پراخوالی يو مليون يو لک او درې اتيا زره کيلومتره مربع دی چې د چين په عمومي پراخوالي کې دوولس اعشاريه درې سلنه برخه نيسي او درېيم لوی ولايت دی. د مغولي، هان، مان، هوي او داور په شمول د پنځه پنځوسو قومونو خلک پکې ژوند کوي.

د چين د مرکزي کميټې د پلاوي مشر يو جنګ شنګ وويل، چې د قومي سيمې خودمختارۍ نظام د چين يو اساسي سياسي نظام دی او د قومي مسئلې د حلولو په هکله د چين ځانګړتيالرونکی نظام او سمه لاره ده. داخلي مغولستان بايد پر دغه نظام ټينګار وکړي او د بېلا بېلو قومونو د خلکو د ګټو د ساتلو لپاره کوښښ وکړي. ده وويل، 

داخلي مغولستان بايد پر سم طرز ټينګار وکړي، بايد د يووالي او خودمختارۍ ترمنځ د همغږۍ او د قومي او سيمه ييزو عواملو د همغږۍ لپاره هڅې وکړي او بايد د هېواد د يووالي او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو، د قومي مساوات او يووالي د پياوړتيا، د قومي سيمې د پرمختګ د چټکتيا او چيني ملت د يووالي د ساتلو لپاره مهم رول ولوبوي.

اوسمهال د داخلي مغولستان اقتصاد د چټک پرمختګ په حال کې دی، په دې سيمه کې د کرنې او مالدارۍ عصري توليدي سيستم بشپړ شوی دی. د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۶م کال کې د دې سيمې د کورنيو توليداتو د عمومي حجم يو زر اته سوه او شپيته مليارډو يوانو ته رسېدلی او د هر کس په سر منځنۍ اندازه يې څلور اويا زره يوانه و چې دغه شمېر په چين کې شپږم مقام نيسي. ښاغلي يو چنګ شنګ وويل،داخلي مغولستان بايد د پرمختګ د پياوړتيا تر څنګ د انرژۍ پر سپمولو او پر له پسې پرمختګ ټينګار وکړي، بايد د صحرايي کېدو د مخنيوي لپاره ځنګلونه وروزي او بايد د چين په شمالي برخه کې د چاپيريال د ساتنې لپاره ښه زمينه برابره کړي. داخلي مغولستان بايد د يو کمربند او يوې لارې په پلان او د بېجينګ، تيان جين او هه بۍ د ګډ پرمختګ په ستراتيژي کې ګډون وکړي، تر څو شمال خوا ته د چين د ورخلاصون دروازه وګرځي.

په همدې ورځ څه باندې دوولس زره تنه استازو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای