د امريکا د استخباراتو اداره په دې باور ده چې شمالي کوريا د هغې وړوکې ذروي ګولۍ د جوړولو توان لري چې د قاره ويشتونکي توغندي لخوا وړل کيږي ، ټرمپ وويل که شمالي کوريا پر امريکا ګواښ وکړي، نو د امريکا غبرګونونه به بې سارې وي.
واشنګټن پوست خبر ورکړی چې د امريکا د استخباراتو ادارې د تيرې مياشتې په پای کې د يو راپور په خپرولو سره وويل، شمالي کوريا د داسې وړوکې ذروي ګولۍ د جوړولو توان لري، که دغه ډول ګولۍ په بالستيک توغندي کې وتوغول شي نو د ويشتلو ساحه به يې د امريکا لويې وچې ته ورسېږي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |