CRI Online

د افغانستان امنيتي ځواکونو دوه ځانمرګي بريدګر ووژل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-09 11:01:41

دسينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان امنيتي ځواکونو د اګست په اوومه نېټه د کاپيسا په ولايت کې دوه ځانمرګي بريدګر ووژل.

د خبر له مخې، دواړه ځانمرګي بريدګر د کاپيسا ولايت د تګاب په سيمه کې د امنيتي ځواکونو د موټرونو پر کاروان د بريد کولو پر مهال ووژل شول. نيکمرغه خبره دا ده چې دوي په ځانونو پورې تړلي چاودېدونکي مواد پر وخت نه دي چاودولي، نو مرګ ژبله نه ده رامنځته شوې.

د لومړې پلتڼې سره سم، دواړه وژل شوي بريدګر د طالبانو غړي وو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای