CRI Online

يو جنګ شنګ: بايد د هېواد شمالي پولې د لا ښې جوړونې لپاره کوښښونه ترسره کړو

cri     (GMT+08:00) 2017-08-09 11:09:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس يو جنګ شنګ د اګست په اتمه نيټه د داخلي مغولستان خپلواکې سيمې د ګوندی کمېټې او ځايي حکومت د کاري راپورونو د اورېدلو په وخت کې وويل، بايد د چين د کمونيست ګوند د اتلسمې عمومي غونډې نظريې پوره تطبيق کړو، د هېواد ادارې په هکله د رئيس شي جين پينګ نوې نظريې او ستراتيژۍ بايد مراعات کړو چې د هېواد شمالي پوله ښه جوړه کړو او د ښکلي داخلي مغولستان د ابادولو او د چيني هيلې د عملي کولو لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای