CRI Online

د عراق محکمې ۲۷ مجرمين په مرګ محکوم کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-09 11:21:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د عدليې سترې کمېټې د اګست په اتمه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ترهګرۍ پر ضد د قانون د څلورمې مادې له مخې، مرکزي جنايي محکمې هغه ۲۷ مجرمين په مرګ محکوم کړل چې د سپيچر کمپ د ۱۷۰۰ تنو سرتيريو په عام وژنه کې يې برخه درلوده. نور ۲۵ شکمن کسان د پوره شواهدو د نشتون له امله خوشي شول. د محکمې دا پرېکړه وروستۍ نه ده، محکوم کسان د استناف غوښتنه کولی شي.

د ۲۰۱۴ کال په جون مياشت کې داعش د صلاح دين ايالت مرکز تکريت ښار ونيوه او د سپيچر کمپ څه باندې ۱۷۰۰ سرتيری يې اسير کړل او بيا يي ووژل، ورپسې داعش د دغو سرتيريو د وژنې ويډيو خپره کړه. په ۲۰۱۵ کال کې حکومتي پوځ د تکريت ښار تر نيولو وروسته د سرتيريو څو سوه جسدونه پيدا کړل. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای