CRI Online

د چين د دفاع وزارت د جاپان د دفاع له سپين کتاب سره مخالفت وښود

cri     (GMT+08:00) 2017-08-09 11:55:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جاپان د دفاع وزارت د اګست په اتمه نيټه د ۲۰۱۷ کال د دفاعي چارو سپين کتاب خپور کړ چې پکې د چين پر پوځونو باندې بدنيتی تورونه او نړيوالې ټولنې ته علني فريبونه ليدل کيږي . د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان وويل، چيني پوځونه له دې سره ټينګ مخالفت کوي او جاپان ته جدي احتجاج وړاندې کوي.

د جاپان په دې سپين کتاب کې د سمندري امنيتي مسئلې په پلمه د چين د ګواښونو نظريه خپره شوې، ښاغلي وو چيان پر دې ټينګار وکړ چې چين له جاپان څخه غوښتنه کوي چې بايد تاريخ ته بياکتنه وکړي، د واقعيتونو درناوی دې وکړي او پر چين بې دليله نيوکه او نړيوالې ټولنې ته دې فريبونه نه ورکوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای