د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست د نهمې نېټې په سهار د شينجيانګ د بورتالا مغولي خپلواکې سيمې په جنګ ولسوالۍ کې د ريکتار د ۶.۶ درجو په سختوالي زلزله وشوه. د چين د زلزلې ادارې پرېکړه کړې چې د درېيمې درجې غبرګون غوره کړي. د زلزلې سره د مقابلې په اړه بېړنۍ ډله به د زلزلې ځای ته وليږدول شي چې له مصيبت ځپلو وګړيو سره مرسته وکړي.
د زلزلې سرچينه له جنګ ولسوالۍ څخه ۳۷ کيلومتره واټن لري. دغې سرچينې ته نږدې څو علاقه داريو کې د وګړيو کورونه تر يوې اندازې پورې ويجاړ شوي دي.
اوس د زلزلې په ځپلې سيمه کې د ژغورنې کارونه روان دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |