د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د زلزلو له ادارې څخه د تر لاسه شويو معلوماتو سره سم، د اګست د ۹مې نېټې تر ۱۱ بجو ۴۵ دقيقو پورې، د شينجيانګ په جنګ ولسوالۍ کې د ريکتار د ۶.۶ درجو په سختوالي د زلزلې له امله ۳۲ تنه ټپيان شوي چې له دې جملې څخه ۲ تنه سخت ټپي دي.
د ناورينونو د مخنيوي ملي کميټې او د کورنيو چارو وزارت په همدې ورځ په بېړنۍ توګه د مصيبت پرضد د څلورمې درجې بېړنی پلان عملي کړی او زلزله ځپلې سيمې ته يې کاري ډله ليږلې څو چې د ځپلې سيمې حالت وګوري او د زلزلې په وړاندې د اړوندو ژغورونکو کارونو لارښوونه وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |