CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د جاپان د دفاع له سپين کتاب سره مخالفت څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-09 20:52:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په ۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د جاپان د دفاع نوی سپين کتاب پر واقعيتونو سترګې پټې کړې، د چين پر عادي دفاعي ابادۍ او پوځي عملياتو يې بې اساسه نيوکه کړې او د جنوبي سمندر مسئلې په اړه يې غير مسئولانه خبرې کړې دي. چين پر دې سخت ناخوښه او ټينګ مخالفت يې کوي او جاپان ته يې جدي احتجاج وړاندې کړی دی.

په خبري ناسته کې خبريال پوښتنه وکړه چې د اګست په ۸مه نېټه د جاپان حکومت د دفاع نوی سپين کتاب تصويب کړ چې پکې يې د چين پر دفاعي پاليسۍ او پوځي عملياتو نيوکه کړې. چين په دې هکله څه تبصره لري؟

ګنګ شوانګ وويل، چې د جاپان د دفاع نوی سپين کتاب يو ځل بيا پر واقعيتونو سترګې پټې کړې، د چين پر عادي دفاعي ابادۍ او پوځي عملياتو يې بې اساسه نيوکه کړې او د چين د سمندري فعاليتونو او د جنوبي سمندر مسئلې په اړه يې غير مسؤلانه خبرې کړې، چين پر دې سخت ناخوښه او ټينګ مخالفت يې کوي او جاپان ته يې جدي احتجاج وړاندې کړی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای