د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې اګري ولايت د اګست په اتمه نېټه اعلان وکړ چې د ترکيې او ايران ترمنځ د سرحداتو په اوږدو کې امنيتي ديوالونه د جوړېدو په حال کې دي.
د اګري ولايت ويبپاڼې خبر ورکړ چې د اګري والي صليمن البن په همدې ورځ د ابادۍ له پروژې څخه ليدنه وکړه. له خپور شوي انځور څخه ښکاري چې ماشينونه د ديوالونو د برخو په ليږد او يو ځايښت بوخت دي.
د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، د دغو ديوالونو ابادي د ترکيې د دفاع وزارت تر مشرۍ لاندې ده چې ديوالونه د ترکيې په ختيځ کې د اګري او اګدير ولايتونو او د ايران د خاورې ترمنځ د پولو په اوږدو کې پراته دي او عمومي اوږدوالی يې ۱۴۴ کيلومتره دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |