CRI Online

م م د چين د شه چوان او شينجيانګ زلزله ځپلو وګړو ته د همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 09:12:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د م م د سرمنشي وياندسټيفن دوجاريک پر ځايي وخت د روانې مياشتې په نهمه نېټه د م م په مقر کې په يوه خبري ناسته کې د چين د شه چوان ولايت او د شينجيانګ زلزله ځپلو وګړو ته د همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او ويې ويل چې م م چمتو دي چې هر وخت له چين سره لازمې مرستې وکړي.

نوموړي په دې خبري ناسته کې وويل چې د م م د بشردوستۍ د همغږۍ دفتر د دې خبر پخلی کړی چې د چين په شه چوان ولايت او شينجيانګ کې سختې زلزلې شوي چې له امله يې د خلکو سرومال ته زيانونه رسيدلي دي.هغه زياته کړه چې د خبر له مخې تر اوسه پورې د دغو زلزلو له امله لسګونه تنه مړه او څو سوه تنه نور ټپيان او ډېر کورونه ويجاړ شوي دي.په دې هکله م م د چين حکومت او خلکو ته د همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای