CRI Online

د مو ځه نمبر په نوم د قوانتوم علمي سپوږمکۍ له ټاکلي وخت نه مخکې موخه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 09:12:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ساينس اکاډمۍ د روانې مياشتې په لسمه نېټه سهار وختي اعلان وکړ چې د موځه نمبر په نوم د قوانتوم  علمي سپوږمکۍ له ټاکلي وخت نه مخکې خپله علمي موخه تر سره کړه چې ټاکل شوی په دوو کلونو کې تر سره شي.د دې اکاډمۍ مشر بای چون لي وويل چې په دې برخه کې مو لاسته راوړنې تر لاسه کړې او ورڅخه څرګنديږي چې د قوانتوم مخابراتو په برخه کې زمونږ څېړنه په نړۍ کې مخکښه ده.

د معلوماتو له مخې د قوانتوم په وسيله مخابراتي ساحه له شپږ سوه پنځه څلوېښت کيلو مترۍ څخه تر ١٢ سوه کيلو مترۍ پورې ده. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای