CRI Online

د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ کلکه رويه دا معنی نه لري چې د کوريا ټاپووزمې په حالاتو کې سخت بدلونونه راغلي وي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 09:27:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې داچې په دې وروستيو ورځو کې د کوريا ټاپووزمې مسئلې په هکله د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ د کلکې رويې له امله د نورو هېوادونو انديښنه رامنځته شوې ، د امريکا د بهرنيو چارو وزير تيلرسون د روانې مياشتې په نهمه نېټه وويل چې داسې هېڅ نښه نه ښکاري چې د کوريا ټاپووزمې په مسئله کې دې سخت بدلونونه راغلي وي.

نوموړي په همدې ورځ خبريالانو ته وويل چې که څه هم د يادې مسئلې په هکله د امريکا او شمالي کوريا رويې کلکې دي، خو دا معنی نه لري چې د شمالي کوريا په مقابل کې به امريکا پوځی ځواکونه وکاروي، نو امريکايان ښه خوب وکړای شي.

له دې نه مخکې د امريکا ولسمشر ډونالد ترمپ ويلي وو چې که شمالي کوريا بيا پر امريکا ګواښ وکړي،نو سخت ګوزار به پرې وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای