CRI Online

د ماليزيا او چين په ګډې همکارۍ د ماليزيا په ختيځ کې د سمندر ساحلي پټليو پروژه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 09:50:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ماليزيا او چين په ګډې همکارۍ د ماليزيا په ختيځ کې د سمندر ساحلي پټليو پروژه د اګست په نهمه نېټه په کوانتان کې پيل شوه. د چين د دولتي شورا غړي وانګ يونګ او د ماليزيا صدراعظم نقيب بن عبدالرزاق په همدې ورځ د دې پروژې د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.

شاغلي عبدالرزاق په خپله وينا کې وويل، د هېواد په ختيځ کې د سمندر د ساحلي پټليو پروژه به د ماليزيا او چين د حکومتونو د سلا مشورو او همکارو په رڼا کې پرمخ يوسي او دا ډېر مهم اهميت لري. د دغو پټليو له جوړېدو وروسته، د ماليزيا ټاپووزمې د ختيځې برخې او نورو ماليزيايي ښارونو تر منځ د تګ راتګ وخت به ډېر لنډ شي چې دا به څلور مليونو او څلور لکو ځايي وګړو ته ګټې ورسوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای