د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مشاور پاول مانافورټ وياند د اګست په نهمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د امريکا د متحده ايالتونو فيډرالي تحقيقاتو ادارې د جولای په وروستيو لسو ورځو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مشاور د يو کور پلټنه وکړه.
د امريکا خبري رسنيو په نهمه نېټه خبر ورکړ چې د متحده ايالتونو فيډرالي تحقيقاتو ادارې د جولای د شپږويشتمې نېټې له سهار وختي مخکې د ويرجينيا ايالت د اليزاندريا په ښار کې د مانافورټ د يو کور پلټنه وکړه او له روسيې سره د ټرمپ ډلې د تماس نيولو په باب يې سندونه تر لاسه کړل.
اوس له مانافورټ څخه پلټنې روانې وي خو هغه ياد تورونه دروي چې له روسيې سره يې اړيکې درلودې. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |