CRI Online

د امريکا دفاع وزير شمالي کوريا ته خبرداری ورکړ چې بايد د ذروي وسلو له څېړنې څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 10:24:06

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا دفاع وزير جيم ماټيس د اګست په نهمه نېټه وويل، امريکا او د ده ملګري هېوادونه د ځان پر ضد د هر ډول بريد د دفاع توان درلودلی دی، شمالي کوريا دې د ذروي وسلو له څېړنې څخه لاس واخلي.

په دې وروستيو کې شمالي کوريا د دوو ځلو لپاره قاره ويشتونکی توغندي وويشتل، امريکايي پوځ هم د دوو ځلو لپاره د ساد توغندي ضد سيستم ازموينې تر سره کړې. د م م امنيت شورا د اګست په پنځمه نېټه پر شمالي کوريا د لا سختو بنديزونو د لګولو پرېکړه ليک تصويب کړ، شمالي کوريا په اوومه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دغه هېواد به د ذروي وسلو د پياوړتيا په لاره ټينګار وکړي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اتمه نېټه وويل، چې که شمالي کوريا پر امريکا ګواښ وکړي، امريکا به پرې بې ساري سخت ګوزار وکړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای